کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې په مرکز میدان ښار کې د یو میلیون امریکایی ډالرو په لګښت د قلمونو د بسته بندۍ کارخونې فعالیت پیل وکړ.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین ویلی، سرپرست حکومت د پانګوالو ملاتړ او دوی ته د اسانتیاوو په برابرولو کې ژمن دی او په دې برخه کې هر اړخیزې هڅې کوی.
د مسوولینو په خبره دغه کارخونه د یوه ملی پانګوال له خوا جوړه شوې، چې اوس مهال ۲۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
په ورته وخت کې د یادې کارخونې مسوولینو ویلی، چې په راتلونکی کې به د قلمونو په دغې کارخونې کې د بېګ قلم تولیدات هم پیل کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ