کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان چاپېریال ساتنې ریاست ویلی، چې دغه ولایت کې د وحشی ژویو او الوتونکو ښکار په بشپړ ډول منع شو.
د دغه ریاست مسوولین وایی، له سرغړونکو سره به جدی او قانونی چلن وکړی.
بدخشان کې کمیابه وحشی ژویو په ځانګړی ډول مارکو پولو هوسیو او واورینو پړانګانو ته تل د بهرنیو سېلانیانو پام ور اوښتی.
د دغه ولایت ځینې اوسېدونکی د چاپېریال ساتنې ادارې له دې پرېکړې د ملاتړ ترڅنګ ویلی، دغه برخه کې به له مسوولینو سره همکاری وکړی.
په دې وروستیو کې د بدخشان د شکی ولسوالۍ اوسېدونکو قهوه یی خرس ښکار کړی و او له جسد سره یې یادګاری انځورونه اخیستی وو، چې سیمه ییز مسوولین وایی، په دې تړاو یې دوه تنه نیولی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ