‏بنګله دېش سره د لوبو لپاره دوه جلا لوبډلوته لوبغاړی وټاکل شو

ګهیځ: نن سې شنبه (د سلواغې ۲۶مه) د افغانستان د کرېکټ‌ بورډ د بنګله دېش سره را روانو پنځو لوبو ته د لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

د افغانستان د ملی‌ لوبډلې لوبغاړی بنګله دېش ته رسېدلی څو له هغه هېواد سره سیالیو ته چمتوالی ونیسی.

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ درې یوه ورځنۍ او دوې شل اوریزې لوبې دی چې د فبرورۍ په ۲۳ نېټه پیلیږی.

د یوې ورځینو سیالیو لپاره د حشمت الله شهیدی په مشرۍ ۱۶ لوبغاړی او د شل اوریزو لوبو لپاره د محمد نبی‌ په مشرۍ ۱۶ لوبغاړی اعلان شوی ‌دی.
افغان لوبغاړی وړاندې له دې چې بنګله دېش ته لاړ شی، څو اونۍ یې په قطر کې تمرینونه وکړل.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ سیالۍ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام ته د مستقیم ورتګ د غوراوی سیالۍ دی چې په هر بری سره ۱۰ نومرې ورکول کیږی.

افغانستان تر دې مخکې له ایرلنډ او هالنډ څخه دا ډول درې-درې لوبې ګټلې او ۶۰ نومرې لری.
د افغانستان کرکټ لوبډله شاوخوا ۲۴ دا ډول لوبې لری او که د دغو لوبو څخه ۶۰ فیصده یې وګټلې، ښایی مستقیمآ د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته ولاړ شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.