معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سیګار ویلي، د افغانستان د بیارغونې هڅې د دوامدارو نیمګړتیاوو ښکار وې

سیګار ویلي، د افغانستان د بیارغونې هڅې د دوامدارو نیمګړتیاوو ښکار وې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بیارغونې پر چارو د امریکا د څارنې ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د شلو کلونو هڅو په اوږدو کې د متحدو ایالتونو دولتي ادارې له دوامداره تشو سره مخ وې.

په دې راپور کې چې “د افغانستان له بیارغونې څه درس اخیستل کېدای شي؟” تر سرلیک لاندې خپور شوی، راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت، نړیوالې پراختیا ادارې او دفاع وزارت ته ډېر فرصتونه وو، چې اغېزمن بنسټونه جوړ کړي، خو لنډمهاله سیاسي فشارونو دا ناشونې کړې وه.

راپور زیاتوي، د پرسونل په ګمارنه، روزنه او ځای پر ځای کولو کې ستراتېژیکې نیمګړتیاوې د بیارغونې هڅې اغېزمنې کړې وې.

سیګار زیاته کړې، د ۲۰۰۱ کال د بن له کنفرانس څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست تر سقوط پورې افغانستان کې ۸۳۲ زره امریکایي پوځیان او په زرګونو ملکي کارکونکو د ۱۴۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د بیارغونې په هڅو کې برخه اخیستې وه، خو دغو هڅو په دوامدار ډول مطلوبې پایلې ونه لرلې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس