کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییلي ورځپاڼې يديعوت احرونوت په خپل یو راپور کې ويلي، چې د جګړو له امله زرګونه اسرایيلي سرتېري رواني ستونزو سره مخ دي.
ورځپاڼې زیاته کړې، چې په وروستيو مياشتو کې لږ تر لږه ۶ سرتېرو ځان وژنه کړې، خو پوځ د دې شمېرې له بشپړ خپرولو ډډه کړې.
سرچينې وایي، روانې جګړې په ځانګړې توګه غزه او لبنان کې د پوځ پر سرتېرو ژور اغېز کړی او زرګونه يې د رواني درملنې لپاره ډاکټرانو ته مراجعه کړې ده.
د دې ترڅنګ اسراییلي پوځ د سرتېرو کمښت سره هم مخ دی او ډېری احتياطي سرتېري د جګړې لپاره پوځ ته نه حاضریږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/