کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی، یوو شیاو یونګ د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو د پراختیا او تفاهم د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی.
ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې یونګ د پاکستان او ترکمنستان ته له سفر وروسته د ریاستالوزرا سیاسی مرستیال مولوی عـ.ـبدالکبیر سره کتلی.
د دې لیدنې په ترڅ کې یونګ ویلی، چې چین له افغانستان سره د اقتصادی اړیکو او همکارۍ د پراخېدو هڅه کوی.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې اوسنی حکومت واک ته رسېدلی، چین له افغان حکومت سره نږدې اړیکې ټینګې کړی دی.
د دې اړیکو په ترڅ کې تېره ورځ د افغانستان په تجارتی مالونو بار لومړنی اورګاډی، چې له چین څخه د ۲۲ ورځو په اوږدو کې سفر کړی و، مزارشریف ته ورسېد.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ