کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې د روان لمریز کال د تلې په میاشت کې لسګونه زره برېښنایی پېژندپانو د وېشل کېدو خبر ورکړی.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د روان ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د ټول هېواد په کچه د برېښنایی پېژندپاڼو او اسان خدمت ۷۹ وېش څانګو له لارې ۱۴۳ زره ۸۰۳ هېوادوالو ته پېژندپاڼې وېشلې دی.
سرچینې زیاته کړې، چې په لړم میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۸ زره او ۹۲۶ نورو کسانو ته د برېښنایی پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوی دی.
د احصایې او معلوماتو ملی ادارې ویلی، د هېواد په کچه به ټولو هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړی او په همدې اساس یې د هېواد په کچه د برېښنایی پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته هم غځولې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ