پداسې حال کې چې د پاکستان د پوځ په خوښه راغلی ملکي حکومت له هرې خوا هم په سیاسي ډګر کې او هم په امنیتي ډګر کې د دغه هېواد د خلکو او ولسونو له سخت او پراخ غبرګون سره مخ دی، هڅه کوي د زور په ژبه او د ټوپک په شپیلۍ خپله غلطه واکمني د دغه هېواد پر خلکو ومني، خو چې د دغه هېواد پر هر تور او سپین واکمن پوځ او د دغه هېواد په سیاسي تاریخ کې په وار وار د آزمویل شویو سیاسي بیروکراتانو واکمني هرڅومره هڅه کوي د ولسي اعتراضونو دا لړۍ وټکوي یا یې کمرنګه او کمزورې کړي، دا لړۍ نوره هم زور اخلي او دا اعتراضونه نور هم پراخېږي.
پرون دوشنبه د دې هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان پلویانو چې نوې له زندانه خوشې شوې د عمران خان مېرمن هم ورسره وه او دم په دم یې دغه معترضین او مظاهره کوونکي هڅول، د اسلام آباد پر لورې، پداسې حال کې ور ودانګل چې پوځ او پولیسو پلازمېنه له څلورو خواوو کلابند کړې وه او هېچاته یې هم اجازه نه ورکوله تر څو دغه ښار ته ننوزې.
خو د دې سره سره د سرحد ایالت اعلی وزیر په مشرۍ د سیاسي مخالفینو قافله له ټولو بندیزونو واوښته او اوس هم د پلازمینې هغه برخې ته د رسېدو هڅه کوي چې د حکومتي مهمو ادارو تعمیرونه او دفترونه پکې واقع دي او د تازه رسنیزو راپورونو تر مخه د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ د اخ و ډب په پایله کې درې تنه امنیتي ساتونکي وژل شوي او ملکي حکومت د اسلام آباد اداره په رسمي بڼه د دغه هېواد پوځ ته سپارلې ده.
د ولسي نا آرامۍ او اخ و ډب دا لړۍ یوازې تر پلازمینې او د عمران خان د پلویانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د پټ پټونې او اخ و ډب په دغه منظر پورې هم محدوده نه وه، د رسنیو د رپورټونو تر مخه د ډیورند استعماري کرښې ته څېرمه د کورمې په اړونده سیمو کې هم دلته د مېشتو شیعه مذهبي لږکيو او ځايي سني مذهبه خلکو تر منځ له پرله پسې څو ورځو راهیسې تاو تریخوالی روان دی چې دواړو لوریو ته پکې درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د رسنیزو راپورونو تر مخه، د دواړو لوریو ترمنځ د تاوتریخوالي دا نوې لړۍ وروسته له هغې زور واخیست چې د تېرې پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په لومړۍ نېټه) د دې سیمې په “بګن” او “اوچت” منطقو کې د شیعه لږکيو اړوند د ۲۰۰ موټرو پر یوه کاروان نا معلومه وسله والو برید وکړ.
راپورونه وایي چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ تنه ووژل شول او ۳۹ تنه نور ژوبل شول، دا پداسې حال کې چې تر ډېره دغه وژل شوي او ژوبل شوي کسان ځایي شیعه وګړي دي چې د پاړه چنار اوسېدونکي وو.
په ورته وخت کې د دغه پاکستان په ځینو نورو سیمو لکه ګلګت او بلتستان سیمو کې هم د خلکو د لاریونونو او اعتراضونو راپورونه ورکړل شوي او د دې هېواد بل ایالت بلوچستان خو اوږده موده وشوه چې نه له سیاسي پلوه آرامه دی او نه له امنیتي پلوه.
پردې کړکیچنو حالاتو سربېره او هلته تر وروستۍ درجې د امنیتي وضعیت د خرابوالي تر څنګ د دې ملک اقتصادي حالت هم ورځ تر بلې د خرابۍ لور ته روان دی، پردي پورونه د دې ملک د حکومت او وګړو ملا ماتوي، همدارنګه په حکومت کې شریک سیاسي ګوندونه هم له یوه او بل سره د ملک د چارو د پرمخ وړلو په برخه کې یو نظر او یو لید لوری نه لري چې که یې دلته بېلګې یادوو نو د دې کرښو له توان څخه به اوچته خبره وي.
اوس دې ټولو ته په کتو هغه څه چې څرګند دي او د دې کرښو له لارې یې هم کله ناکله یادونه شوې ده هغه د پاکستان اتومي وسله ده چې که د دغه هېواد په هر مالي او سیاسي فساد کې غرق پوځ هم ونشي کولای د دې هېواد یو والی او سالمیت د ټوپک او سیاسي دسیسو له لارې ټینګ وساتي، د هغې برخلیک به څه کېږي؟
بل اړخ ته دا هم د سوچ خبره ده چې پاکستان د سیمې د داسې یوه هېواد په توګه چې تل یې خپلو ګاونډیانو ته سرخوږی جوړ کړی نن خپله په همداسې یوه سرخوږي اخته دی او آن د ملک یووالی او سالمیت هم له ګواښ سره مخ دی، که چېرې له وېش او تجزیې سره مخ کېږي نو پر شا او خوا هېوادو به یې اغېز څه وي؟
که څه هم پخوا دې ته په کتو سره چې پاکستان د ټولې بې اتفاقۍ او نه یو موټي والي سره سره د یوه مقتدر پوځ په درلودو چې دا څلور ایالته او بېلابېل قومونه یې سره پر یوه محور( پاکستان) را ټول کړي، د دې خطر کم احساسېده خو پدې وروستیو کې داسې نښې نښانې را څرګندې شوې چې د دې احتمال زیات ښکاره کوي او طبیعي ده چې څومره د پاکستان د تجزیې او وېشل کېدو خطر ډېرېږي، په هماغه اندازه دا پوښتنې او د سیمې او ګاونډ پر هېوادو د دې احتمالي وېش او تجزیې اثرات هم ډېر سر راپورته کوي.”والسلام”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/