کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستاني رسنیو وروستي راپورونه ښيي، چې اسلام آباد کې د تحریک انصاف ګوند د لاریونونو پر مهال د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ د اخ وډب کې یو پولیس وژل شوی او لسګونه نور ټپیان دي.
دغه لاریونونه چې له څو ورځو راهیسې روان دي، په ځینو ځایونو کې د تاوتریخوالي سبب شوي دي.
د عمران خان پلویان د هغه خوشې کېدل د حکومت سره د خبرو – اترو د پیل لپاره شرط بولي.
دوی ادعا کوي چې د عمران خان په بند کې ساتل د غیر قانوني او سیاسي انګېزو پایله ده.
حکومت د دې لاریونونو د مخنیوي لپاره سخت امنیتي تدابیر نیولي، خو د تحریک انصاف مشران وایي، د خلکو د غوښتنو د تحقق لپاره به خپل لاریونونه جاري وساتي.
د پاکستاني رسنیو وروستي راپورونو ښيي، چې د لاریونوالو کچه به په راتلونکو ورځو کې نوره هم لوړه شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/