کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې د روان کال له پیل راهیسې روسیې سره د ۱۷۴ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه – ورکړه شوې.
د دغه وزارت ویاند ویلی، له دې منځه ۲ اعشاریه دوه میلیونه ډالر صادرات شوی، چې مهم توکی یې ممیز، معدنی ډبرې، وچ انځر او پیاز دی.
روسیه له هغو هېوادونو ده، چې هر کال ترې د څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات ترسره کیږی، خو د وارداتو پرتله صادرات ډېر کم دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلی، له روسیې سره د تېلو، ګازو او غنمو د وارداتو په برخو کې ځینې تړونونه شوی، چې اړتیا ده دا تړونونه عملی شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ