معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روان کال ټول هېواد کې ۴۰ ټنه زعفران راټول شوي

روان کال ټول هېواد کې ۴۰ ټنه زعفران راټول شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د زعفران کارانو ټولنې له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي، چې روان کال په ټول هېواد کې ۴۰ ټنه زعفران راټول شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه حاصلات ۳۰ ټنه وو.

دغه اندازه زعفران د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت امریکا متحده ایالاتو، اروپا، چین، هند، سعودي عربستان او عمان ته صادر شوي وو.

افغانستان په نړۍ کې د زعفرانو د تولید په برخه کې دوهم لوی هېواد دی، چې د څو پرلپسې کلونو لپاره په دغې برخه کې د کېفیت له اړخه لومړی مقام خپلوي.

د زعفرانو صادرونکو شرکتونو ځینې مسوولین وايي، د بانکي محدودیتونو له امله له بېلابېلو هېوادونو پیسې د صرافیو له لارې په زیات لګښت سره ترلاسه کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس