کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت حوزوی روغتون د جدی مراقبتونو څانګه د ترکیې هېواد اړوند د ټیکا دفتر له لوری په نویو طبی وسایلو او ماشینونو سمباله شوې ده.
د هرات د حوزوی روغتون آمر د ټیکا دفتر له مسوولینو د مننې ترڅنګ ویلی، چې دغه تجهیزات د جدی مراقبتونو د څانګې خورا مهمه اړتیا ده، چې په دې سره به ناروغانو ته روغتیایی خدمات ښه او اسانتیاوې به ورته ډېرې شی.
په ورته مهال د ټیکا دفتر رییس ویلی، په دغو وسایلو کې د زړه ناروغۍ د ایکوکارډیوګرافی، ونتلاتورونه، ۵ پایې مانیتورونه او د ناروغانو لپاره ۵ معیاری بسترونه شامل دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ