کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کورمه ایجنسۍ کې د جرګې له پرېکړې وروسته شیعه او سنی وسلوالو ته سپارښتنه شوې، چې له مورچو څخه راکوز او پر یو بل له ډزو لاس په سر شی.
د دې هوکړې له مخې د دواړو خواوو مشرانو ژمنه کړې، چې برمته شوی کسان به خوشې کوی، خو د ټل او پاړه چنار ترمنځ د لارې پرانیستل وخت ته اړتیا لری.
د نومبر له ۲۱مې راهیسې د فرقه یی شخړو په پایله کې ۱۲۵ کسان وژل شوی او شاوخوا ۱۸۰ تنه نور ټپیان شوی دی.
د پاکستان د بشری حقونو د کمېسیون په وینا، د جولای او اکتوبر ترمنځ هم په دې سیمه کې د ورته شخړو له امله ۷۹ کسان وژل شوی وو.
دې روانې جګړې د سیمې امنیت او د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ