کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ادارې نن یکشنبه خبرداری ورکړی، چې د هېواد په ۸ ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو د راتلو امکان شته.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې د سالنګونو په ګډون بدخشان، تخار، کندوز، پنجشېر، بغلان، پروان، میدان وردګ او بامیان هغه ولایتونه دي، چې دغه اټکل په کې شوی دی.
هوا پېژندنې اداره خبرداری ورکړی، چې د شدید باران له امله دغو سیمو کې د سېلابونو د راتلو احتمال هم شته.
د دې ادارې مسوولینو د یادو سیمو مېشتو ته سپارښتنه کړې، چې له بېړنیو حالاتو سره د مقابلې لپاره چمتووالی ونیسي او په اغېزمنو سیمو کې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/