معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بدخشان کې د ۱۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې

بدخشان کې د ۱۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان په کوف آب ولسوالۍ کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د ۱۵ کیلومتره نوي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.

د بدخشان ولایتي مسوولینو ویلي، د دغه ولایت په کوف آب ولسوالۍ کې د یوه ملي سوداګر په مالي ملاتړ د ۱۵ کیلو متره په اوږدوالي او ۷ متره په سور د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې.

د سیمې خلک بیا وایي، د دغه سړک په جوړېدو سره به د یادې ولسوالۍ د خلکو د تګ – راتګ په برخه کې ستونزې حل او په دغه برخه کې به ورته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

هغوی وایي، د سړک په جوړېدو سره به کروندګر وکولی شي خپل کرنیز محصولات په اسانۍ سره بازار ته ورسوي، چې دا به د اقتصادي ودې او سیمه ییز پرمختګ لپاره اغېزمن وي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس