د پکتیکا مرکزی زندان کې د حرفوی زده‌کړو مرکز پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا مرکزی زندان مسوولینو ویلی، چې په لومړی ځل د زندانیانو لپاره د حرفوی زده‌ کړو مرکز پرانېستل شو.

د نوموړی په وینا، دا مهال په زندان کې د تخنیکی زده‌ کړو امریت په مرسته په لومړی ځل د حرفوی زده‌ کړو مرکز په زندان کې پرانیست، چې د موټرسایکل جوړولو برخه کې زده‌ کړې ورکول کیږی.

د پکتیکا د مسلکی او تخنیکی زده‌ کړو د ادارې امر بیا ویلی، چې نږدې راتلونکو ورځو کې به زندانیانو ته د فلزکارۍ، سولر برېښنا او ځینو نورو برخو کې هم حرفوی زده‌ کړې پیل کړی.

د مسوولینو په وینا، د حرفوی زده‌ کړو په ترلاسه‌ کېدو سره به یاد کسان زندان څخه تر خلاصیدو وروسته خپله کاروبار کوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.