میدان وردګو کې د ټرافیکی پېښې له کبله شپږو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو امنیتی مسوولینو د کابل – کندهار پر لویه لاره سید آباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکی پېښې له امله شپږو تنو ته د مرګ – ژوبلې اوښتو خبر ورکړی.

د میدان وردګو ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ویلی، د کابل – کندهار لویې لارې په اوږدو کې د سید آباد ولسوالۍ د شنیز درې په مشنګ قلعه سیمه کې د مازدا او کرولا موټر د ټکر له امله یو کس مړ شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوی دی.

د نوموړی په وینا د پېښې ټپیان د همدې سیمې روغتیایی مرکز ته لېږدول شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې په لوګر او سمنګانو ولایتونو کې هم په ورته بېلابېلو ترافیکی پېښو کې ۹ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.