کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان ملی لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د حکومت له خوا د طبی انسټیټیوټونو د تړل کېدو پر پرېکړه سخته خواشینې ښودلې او دا پرېکړه یې غندلې ده.
راشد خان، محمد نبی، رحمانالله ګربز او ګلبدین نایب په جلا – جلا پیغامونو کې له افغان حکومته غوښتنه کړې، چې په دې پرېکړې دې بیا غور وکړی.
دوی ویلی، د طبی انسټیټیوټونو بندیدل نه یوازې د زده کوونکو راتلونکی زیانمنوی؛ بلکې د ټولنې لپاره هم سترې ستونزې راولاړولای شی.
یاده پرېکړې په کور دننه او بهر هم پراخ غبرګونونه راوپارولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې او کار بندیز په دوامداره توګه د بحث موضوع ګرځېدلې او پر حکومت د بندیزونو د پای ته رسولو لپاره نړیوال فشارونه زیات شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ