کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د یوې تازه نظر پوښتنې له مخې جوبایډن د امریکا په معاصر تاریخ کې تر ټولو بد ولسمشر پېژندل شوی.
دا نظر پوښتنه ټینګار کوی، چې د جو بایډن عمر له افغانستان څخه د ځواکونو د وېستلو څرنګوالی او له مکسیکو سره سرحدی ستونزې، هغه څه دی چې د ځواب ویونکو ترمنځ د پراخې ناخوښۍ لامل شوی.
د “ډیلی میل” او “جی ایل پارټنرز” ورځپاڼو د نظر.پوښتنې پایله چې ۱۶ سوه کسانو په ګډون سره ترسره شوې، ښیې چې جوبایډن د معاصرو امریکایی ولسمشرانو په کتار کې په ټېټه درجه کې دی.
د دې نظر پوښتنې له مخې جوبایډن د امریکا د پخوانی ولسمشر جیمی کارټر په پرتله هم بد دی.
جیمی کارټر چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې د امریکا ولسمشر و، یو کال وروسته د لوړ انفلاسیون او له ایران څخه د امریکایی یرغمل شویو د خلاصون د ناکامې هڅې له امله له خپلې دندې استعفا وکړه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ