کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د سالنګونو لویه لار تېره شپه ۹ بجې او ۱۰ دقیقې د ټولو وسایطو پر مخ وتړل شوه.
د دوی په وینا، د سالنګونو د ساتنې او څارنې کارکوونکي د تونل په دواړو لوریو کې د وسایطو د تخلیې چارې ترسره کوي.
د سالنګونو لویه لار د افغانستان شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي او د هېواد په اقتصادي او ترانسپورټي اړیکو کې ځانګړی اهمیت لري.
د لارې د بیا پرانیستلو په اړه نور جزییات تر دې دمه نه دي ورکړل شوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/