کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د سوریې پر وروستی وضعیت بېړنۍ غونډه جوړوی.
د خبر پر بنسټ دغه غونډه به د بندو دروازو تر شا ترسره شی او د سوریې د سیاسی او امنیتی وضعیت د راتلونکی په اړه به په کې بحث وشی.
دا غونډه یوه ورځ وروسته تر هغې کیږی چې په سوریه کې د بشار الاسد د کورنۍ نږدې نیمې پېړۍ واکمنی پای ته ورسېده او واک د تحـ ـریر الشام په مشرۍ د حکومت مخالفې وسلوالې ډلې لاس ته ولوېد.
د راپورونو پر اساس د سوریې پرځېدلی ولسمشر بشار الاسد او د هغه کورنۍ د دمشق تر سقوط وروسته مسکو ته تللی دی.
د روسیې دولتی رسنیو د معلوماتو له مخې، مسکو نوموړی ته بشردوستانه پناه ورکړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ