کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په تازه راپور کې ویلي، چې روان کال نږدې ۱۷.۹ میلیونه افغانان روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.
دغه راپور، چې تېره ورځ خپور شوی، د افغانستان روغتیايي وضعیت په کې نازک بلل شوی او په دې برخې یې ژوره اندېښنه ښودلې ده.
راپور زیاته کړې، چې په افغانستان کې د شري، ماشومانو د خوارځواکۍ، میندو او ماشومانو د درملنې وړ ناروغیو، شدیدو اسهالاتو، ډینګي، کانګو او ملاریا لوړه کچه د روغتیايي سکتور لپاره جدي ننګونې جوړې کړي دي.
د UNHCR په وینا افغانستان کې د روغتیايي پاملرنې لپاره د کافي سرچینو نشتوالی د دې لامل شوی، چې خلک له سخت روغتیايي وضعیت سره مخ شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/