کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر میاشتې لپاره په افغانستان کې د بېړنی روغتیایی وضعیت په اړه راپور خپور کړی.
په یاد راپور کې راغلی، چې د دې میاشتې په اوږدو کې تر ۱۳۴ زره زیاتو کسانو په ۱۱۷ روغتیایی مرکزونو او روغتونونو کې چې د دې سازمان تر ملاتړ لاندې دی، طبی مشورې ترلاسه کړی.
راپور زیاتوی، شدید اوبلن نسناستی، د بدن د اوبو کمېدل، د ډینګې تبه، شری او کوویډ-۱۹ د اکتوبر په میاشت کې عامې ناروغۍ وې، چې د زیاتو ناروغانو د راتګ لامل شوې دی.
دغه راز روغتیا نړیوال سازمان ویلی، د نشه یی توکو د درملنې له ۱۲ مرکزونو سره یې هم په افغانستان کې مرسته کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ