معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار ګمرک کې د بار وړونکو موټرو لپاره ستر تمځای جوړیږي

ننګرهار ګمرک کې د بار وړونکو موټرو لپاره ستر تمځای جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار ګمرک ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو د ملاتړ او انکشاف ریاست له لوري د بار وړونکو لاریو تمځای لپاره د جغل اچونې د پروژې چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د خبرپاڼې له قوله دغه پروژه د مالیې وزارت د ۱۴۰۳ لمریز کال د انکشافي پلان پر اساس د بار وړونکو موټرو لپاره دوه لوی پارکینګونه په بر کې نیسي، چې ټولټال ۴۳ زره ۵۲۶ متر مربع ساحه لري.

خبرپاڼه کاږي، د دې پروژې لګښت څه باندې اته نیم میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د یوه خصوصي شرکت له لوري به یې چارې د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د ننګرهار ګمرک رییس ویلي، د یادې پروژې تطبیق به د سوداګرۍ د پروسې په ګړندیتوب او اسانتیا کې مهم رول ولوبوي. نوموړي له قراردادي شرکت څخه وغوښتل، چې د قرارداد ټول شرایط په پام کې ونیسي او د پروژې چارې په معیاري توګه ټاکل شوې موده کې بشپړې کړي.

بل لور سوداګرو او د بار وړونکو موټر چلوونکو د دې پروژې د پيل له امله خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د سوداګرۍ په بهیر کې به د پام وړ اسانتیاوې ورسره رامنځته شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس