د UNDP له لوری افغانستان کې د کرنې لپاره ۲ زره هکټاره ځمکه برابره شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرام UNDP مسوولین وایی، د افغان بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د بدیل کښت لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه یې د مېوو او زعفرانو د کښت لپاره ۲ زره هکټاره ځمکه برابره کړې ده.

د خبر پر بنسټ د دې پروګرام له لارې به له ۶۰ زره افغان کورنیو سره مرسته وشی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرام استازی سټیفن رودریګز په یوه ویډیویی پیغام کې ویلی، دغه سازمان د کرنې په برخه کې د شته‌ ستونزو حل لپاره کروندګرو ته د بدیل کښت لپاره د ځمکې چمتو کولو ترڅنګ، نور پروګرامونه هم عملی کوی.

په ورته وخت کې یوشمېر کروندګر د بدیل کښت نه لرلو په اړه شکایت کوی او له سرپرست حکومت څخه غواړی، چې اصلاح شویو تخمونو ته یې د لاسرسی اسانتیاوې برابرې کړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.