له کورنیو محصولاتو د ګټې اخیستنې کړنلارې مسوده تایید شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصادی کمېسیون په نوبتی ناسته کې چې د سرپرست حکومت د اقتصادی مرستیال په مشرۍ جوړه شوې، له کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې پر مسودې، په ساختمانی پروژو کې د غوری سمنټو پر کارولو، د خوست غلام خان او د کندهار سپین بولدک ګمرکونو ته د ځمکې د لېږد او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث شوی.

د خبر پر بنسټ دغه ناسته کې له هر اړخیز بحث وروسته له کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې مسوده تایید او د وروستۍ پرېکړې په موخه د ریاست‌ الوزراء عالی مقام ته واستول شوه.

یاده کړنلاره د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادی ودې د پیاوړتیا او دغه راز کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه جوړه شوې، چې له مخې به یې په لومړی سر کې د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونه، د استخباراتو لوی ریاست او ورپسې ټولې ادارې او خلک د خپلو اړتیاوو د پوره کولو پر مهال یادو محصولاتو ته لومړیتوب ورکوی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.