کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جلال آباد ښار په ګډون یې د ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د تخریب شویو انجنیري کانالونو او سربندونو د ساتنې او مراقبت لپاره عمومي سروې پیل کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې د دې سروې له لارې به د یادو کانالونو او سربندونو تخریب شوې ساحې په اساسي ډول وارزول شي، څو په راتلونکي کې د ساتنې او بیارغونې پلانونه ورته جوړ شي.
دغه سروی چې څه موده وړاندې پیل شوې، ډېری ولسوالیو کې بشپړه شوې او پاتې سیمې به هم د یاد ریاست د انجنیرانو له لوري ژر تر ژره سروې او د ساتنې او مراقبت پلان کې به شامل شي.
د مسوولینو په وینا د دې پروسې موخه د اوبو د تنظیم او کرنیزو چارو د پرمختګ لپاره د موجوده انجنیري تاسیساتو ساتنه او بیارغونه ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/