ګمرکونو کې به پاتې سوداګریز توکی اصلی مالکینو ته وسپارل شی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت کابینې د هېواد په ګمرکونو کې د تېرو دریو کلونو په لړ کې پاتې سوداګریزو توکو د اصلی مالکینو ته د سپارلو پرېکړه کړې.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی،  د دغې پرېکړې پر بنسټ به د ګمرکونو پاتې توکی سوداګرو، شرکتونو او اصلی مالکینو ته وسپارل شی.

په خبرپاڼه کې د یادې پرېکړې د عملی کولو څرنګوالی په اړه جزیات نه دی ورکړل شوی، خو دا ګام د سوداګرۍ د بهیر په اسانتیا او د سوداګرو د ستونزو په حل کې مهم بلل شوی.

چارواکی وایی، دا پرېکړه یې د هېواد اقتصادی ودې او د خصوصی سکتور د ملاتړ په موخه کړې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.