معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د اورلګېدنې له امله د درې میلیونه افغانیو په ارزښت مالي زیان اوښتی

ننګرهار کې د اورلګېدنې له امله د درې میلیونه افغانیو په ارزښت مالي زیان اوښتی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره شپه د جلال آباد ښار دوهمې امنیتي حوزې اړوند چوک تلاشي سیمه کې د موبایلونو په یوه ځمکتل کې د برېښنا د شارټۍ له امله اور لګېدنه رامنځته شوې وه.

د امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر ویلي، چې په یاده پېښه کې د اطفایې مدیریت دوه کارکوونکي هم د لوګیو له امله مسموم شوي، خو روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د دوی په وینا یاده پېښه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت توکي سوځېدلي، خو د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت موبایلونه او نور توکي له سوځېدا څخه ژغورل شوي دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس