د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې نن د پولیو واکسین کمپاین پیلیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی  ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې نن د هېواد په ۱۱ ولایاتو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیلیږی.

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې په دې کمپاین کې به شاوخوا ۴.۸ میلیونه له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسین شی.

د دوی په وینا دا کمپاین چې د پولیو ناروغۍ د مخنیوی لپاره ترسره کیږی، په لومړی پړاو کې به د کابل، کندهار، هلمند، اروزګان، ننګرهار،‌ لغمان،‌ کنړ، نورستان،‌ هرات او زابل ولایتونه تر پوښښ لاندې راوستل شی.

د پولیو مخنیوی نړیوال نوښت د معلوماتو پر اساس افغانستان کې سږ کال تر اوسه د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوی چې وروستۍ یې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې وه.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.