فلسطینیان په غزه کې اوبو ته له لاسرسی محروم شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی  ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بشری حقونو د څار سازمان ویلی، فلسطینیان له تېر کال راهیسې غزه کې اوبو ته بشپړ لاسرسی نه لری.

د دې سازمان په وینا، اسراییلی چارواکو په قصدی ډول فلسطینیان د اوبو، ګازو او برېښنا له اسانتیاوو محروم کړی دی.

تېره ورځ دې ادارې پر اېکس پاڼې یو ویډیویی پیغام کې د اسراییلو دغه کړنې د بشریت ضد جنایت او نسل وژنې په توګه غندلې دی.

یاد سازمان ویلی، د غزې نل لیکې او برېښنا لینونه قصداً ویجاړ شوی، چې د سیمې د اوسېدونکو روغتیایی وضعیت یې خراب کړی دی.

راپور زیاتوی چې په غزه کې د ساری ناروغیو خپرېدل زیات شوی او زرګونه کسانو ته یې مرګ‌- ژوبله اړولې ده.

د بشری حقونو د څار سازمان له نړیوالو غوښتی، چې په غزه کې د نسل وژنې مخنیوی لپاره فوری او اغېزناک ګامونه پورته کړی او د ملکیانو د خوندیتوب لپاره لاس په کار شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.