کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۵ مه نېټه)
ګهیځ نیوز ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت رسنیز دفتر په استولې خبرپاڼه کې ویلی، چې د یاد وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړی استازی محمد صادق، د دغه هېواد له سفیر او ورسره پلاوی سره وکتل.
د خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتی آسانتیاوو پر پیاوړتیا خبرې وشوې.
د خبرپاڼې له قوله دواړو لوریو د لاسلیک شویو سوداګریزو او ترانزیتی تړونونو APTTA او Cross-Stuffing د عملی کېدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
پاکستانی پلاوی د افغانستان ترانزیت مالونو لپاره ځانګړې ساحې د ټاکلو چمتووالی ښودلی او دواړو خواوو د سوداګریزو او ټرانزیټی خنډونو د لرې کولو، د بانکی تضمیناتو لپاره آسانتیاوو رامنځته کولو او د دوه سلنې مالیې (Cess) په اخیستو هم خبرې شوې دی.
دغه راز دواړو خواوو د نړیوالو سوداګریزو اصولو په چوکاټ کې د همکارۍ ژمنه کړې او د ترجیحی سوداګرۍ پر اساس یې پرېکړه کړې، چې له افغانستانه څلور قلمه توکی او له پاکستان څخه درې قلمه توکی د سوداګریزو فصلونو مطابق باید تبادله شی.
د دغې لیدنې پرمهال د تورخم او سپین بولدک د لارو پر پراختیا هم خبرې شوی، چې د ټرانزیټ او سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره مهم ګام بلل کېدای شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ