نړیوال بانک افغانستان کې پر اوږد مهاله پروژو د پانګونې غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی  ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوال بانک ویلی، چې افغانستان باید له بېړنیو مرستو ورهاخوا پر اوږد مهاله پروژو پانګونه وکړی، چې دوام ولری.

د یاد بانک په وینا، که څه هم بېړنۍ مرستې د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړینې دی، خو د خوړو د خوندیتوب د دوامداره ثبات لپاره نورو حل لارو ته اړتیا ده.

دې بانک په دغه راپور کې زیاته کړې، چې افغانستان د خوړو له سخت بحران سره مخامخ دی او د دې هېواد په میلیونونو وګړی کافی خوړو ته لاسرسی نه لری.

د نړیوال بانک د اټکل له مخې، ۱۱.۶ میلیونه افغانان چې د افغانستان د ټول نفوس ۲۵ سلنه جوړوی، د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دی.

د نړیوال بانک په وینا، اقلیمی بدلونونو دغه بحران لا پراخ کړی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.