کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملی دفاع وزارت ځینو سرچینو ویلی، چې د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ خوست او پکتیا کې ډیورڼد فرضی کرښې ته څېرمه جګړه پیل شوې.
د دغې سرچینې په خبره، د افغانستان پوله ساتو ځواکونو د خوست علیشېرو ولسوالۍ کې د ډیورڼد پورې غاړې ته د پاکستانی ځواکونو یو شمېر پوستې سوځولې دی.
سرچینې همداراز زیاته کړې، چې افغان ځواکونو د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ کې هم د پاکستانی ځواکونو دوه پوستې نیولې دی.
دغه جګړه وروسته له هغې پیل شوې، چې د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د پاکستان تر هوایی بریدونو وروسته د هېواد د ملی دفاع وزارت ګواښ وکړ، چې دغه بریدونه به بې ځوابه پرې نږدی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ