کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلی اشغالګرو پوځیانو له لوری د شمالی غزې په کمال عدوان نومی روغتون تازه برید کړی، چې له امله یې روغتون په بشپړ ډول سوځېدلی دی.
د الجزیرې د راپور پر بنسټ، د یاد روغتون سوځېدل د فلسطینی ټپیانو او ناروغانو وضعیت نور هم ګواښمن کړی او اوس د هغوی برخلیک نامعلوم دی.
د روغتیا نړیوال سازمان پر خپلې اېکس پاڼې د دې برید په اړه ویلی، چې دا کړنه د لسګونو زرو فلسطینیانو لپاره د مرګ سزا ده او یاد سازمان په غزه کې د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کړې.
په ورته مهال د اسلامی هېوادونو د یووالی او همکارۍ سازمان هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی او عامو تاسیساتو ته زیان رسول یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
د یاد روغتون د سوځېدنې په پایله کې د ۶۰ روغتیایی کارکوونکو او ۲۵ عاجلو ناروغانو وضعیت هم خورا نازک ښودل شوی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ