کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ سرپرست وزیر د زابل ولایت له مرستیال والی سره د یوې ناستې پر مهال ویلی، چې په دغه ولایت کې به ډېر ژر ۱۷ نوی مخابراتی سایټونه فعال شی.
د مخابراتو وزیر د څرګندونو له مخې، د سرپرست حکومت له راتګ سره په زابل کې د ۳۳ مخابراتی سایټونو فعالیت پیل شوی، چې اوس یې شمېر ۵۰ ته رسیږی.
سیمه ییزو چارواکو ویلی، چې د نویو سایټونو په فعالېدو سره به د زابل ولایت د اوسېدونکو مخابراتی او معلوماتی ستونزې تر ډېره بریده حل شی.
د مسوولینو په وینا یادې چارې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت د پراختیایی پلانونو یوه برخه ده، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مخابراتی خدماتو د لا ښه والی لپاره عملی کیږی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ