معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې سورواک کلینیک له کلونو ځنډ وروسته بېرته فعال شو

خوست کې سورواک کلینیک له کلونو ځنډ وروسته بېرته فعال شو

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست ولایت مرکز اړوند سورواک سیمه کې کلونه وړاندې جوړ شوی کلینیک بېرته فعال شو.

د خوست عامې روغتیا رییس ویلي، د دې کلینیک په فعالېدو سره به د یادې سیمې ۱۵ زره اوسېدونکو ته چې پخوا یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه درلود، د روغتیايي خدماتو اسانتیاوې برابرې شي.

د نوموړي په وینا، دغه کلینیک به د اوس لپاره د ورځې ۸ ساعته خدمات وړاندې کوي، خو په نږدې راتلونکي کې به د خدماتو وخت ۲۴ ساعتونو ته وغځول شي.

د سیمې اوسېدونکو د یاد کلینیک د بیا فعالېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د دې روغتیايي مرکز فعالېدل به د دوی د ژوند په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس