پاکستان یو وار بیا د افغان کډوالو د نیونې لړۍ پیل کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان کې مېشتې افغان کورنۍ او د کډوالو شورا ویلی، د دغه هېواد حکومت له پرون راهیسې کابو ۸۰ افغان کډوال نیولی دی.

د خبر پر بنسټ دا افغانان هغه مهال نیول شوی، چې د اسلام اباد د DC په نوم دفتر ته د راجسټر کارتونو او NOC  د ترلاسه کولو لپاره تللی وو.

اسلام آباد کې افغان کډوالو رسنیو ته ویلی، چې پولیسو یې ژوند ډېر تریخ کړی دی.

بل لور داسې راپورونه هم ورکړل شوی، چې دې وروستیو کې د ویزو د تمدید پروسه هم بنده شوې، چې له امله یې ګڼ کډوال سختو ستونزو سره مخ دی.

افغان حکومت تازه د پاکستان دې اقدام په تړاو څه نه دی ویلی، خو تېر کې یې د پاکستان حکومت دغه کړنې د نړیوالو اصولو او ښه ګاونډتوب خلاف بللې وې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.