ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب پنځمه نېټه ده) د افغانستان بانک د خبرپانه له مخې، د بانک چارواکو په افغانستان کې د یوناما له ځانګړې استازې ډیبرا لاینز سره په کتنه کې دې او ورته مسایلو خبرې کړي.
د یوناما استازې ویلي، دوی د افغانستان له خلکو او په ځانګړي ډول بانکي نظام سره مرسته کولو ته چمتوالی لري او تېرو ۶ میاشتو کې یې شااوخوا ۲ میلیارده ډالره مرسته په بشري او بانکي برخه کې کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، لاینز ژمنه کړې چې د افغانستان بانکونو د عادي کولو لپاره به خپلې ژمنې عملي کوي.