ایران او پاکستان د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ چټکه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران سمنان ولایت ځایی چارواکو خبرداری ورکړی، چې له دغه ولایت څخه به د ۱۴۰۴ کال تر پایه ټول افغان کډوال ووېستل شی.

مهر خبری آژانس پرون د سمنان ولایت سیاسی او امنیتی مرستیال مهدی اقا براری د ادعا له قوله لیکلی، چې پناه‌ غوښتونکو په بېلابېلو برخو کې ستونزې راولاړې کړې دی.

دغه ایرانی چارواکی ټینګار کړی، چې د ناقانونه کډوالو حضور بېړنۍ پرېکړې ته اړتیا لری.

نوموړی په سمنان ولایت کې د املاکو سلاکارانو ته خبرداری ورکړی، چې له کډوالو سره د همکارۍ حق نه لری او که همکاری وکړی په خبره یې، له پرېکنده چلن سره به مخامخ شی.

له دې سره هم مهاله، پاکستان هم د افغان کډوالو نیولو او له هغه هېواده یې د شړلو لړۍ چټکه کړې ده.

پاکستانی پولیسو په تېرو څو ورځو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کډوال نیولی او اسلام اباد کې یې د پاتې کډوالو ژوند تریخ کړی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.