کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې د امریکا په یو شمېر سیمو کې د زورور ژمنی توپان خبرداری ورکړی.
د هوا پیژندنې ادارې مسوولینو خبرداری ورکړی، چې د دې هېواد په ختیځ کې به میلیونونه کسان د واورې له سخت توپان سره مخامخ شی.
د امریکا هوا پېژندنې ملی ادارې هم د امریکا له مرکزی دښتو څخه نیولې تر منځنی اتلانتیکه پورې په ټولو ایالاتونو کې د سختې واورې، کنګلونو او بادونو خبرداری ورکړی.
له لویدیځ کنساس څخه د ساحلی ایالتونو مریلینډ، دلاویر او ویرجینیا په لورې د دغه ژمنی توپان د راتلو خبرداری ورکړل شوی، چې شاوخوا ۲۴۰۰ کیلومتره پراخه سیمه سمدستی تر ګواښ لاندې ښودل شوې ده.
همداشان اټکل شوی، چې د دې توپان له امله به په یو شمېر سیمو کې موسم منفی ۱۸ درجې ته راټیټ شی او دروند کنګل به د برېښنا مزی او د ونو څانګې ځمکې ته راټیټ کړی، پر سرکونو به د موټرو تګ – راتګ ستونزمن او د دې سختې یخنۍ په جریان کې به میلیونونه کسان له برېښنایی خدمتونو بې برخې شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ