کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سوریې مالیې وزارت اعلان کړی، چې راتلونکې میاشت به د وزارتونو د اداری جوړښت تر بشپړولو وروسته د ډېرو دولتی کارکوونکو معاشونه تر څلور برابرو زیات کړی.
د وزارت په وینا، دغه اقدام د اغیزمنتیا او مسولیت منلو کچې لوړولو لپاره ترسره کیږی.
د معاشونو د زیاتوالی لپاره شاوخوا ۱۲۷ میلیونه ډالر بودیجه ځانګړې شوې، چې د دولتی سرچینو، سیمه ییزو مرستو او کنګل شویو شتمنیو له آزادولو څخه به تمویل شی.
د مسوولینو په وینا د سوریې حکومت دغه ګام د کارکوونکو اقتصادی وضعیت ښه کولو او د دولتی ادارو د خدماتو د پیاوړتیا په موخه اخیستی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ