کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په مومندرې او پچیراګام ولسوالیو کې د ډاکار موسسې په مالي ملاتړ د ۳۰ څاه ګانو د بیارغونې چارې پيل شوې.
د مسوولینو په خبره په دغه پروژه کې هغه څاه ګانې بیا رغول کیږي، چې پایپونه، لاسي پمپونه او اړوندې برخې یې زیانمنې شوې وي.
اوس مهال په مومندرې او پچیراګام ولسوالیو کې د ۲۲۰ څاه ګانو کلوریشن او د ۱۰۰ تشنابونو جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو دغه راز ټینګار کړی، چې د پروژو د چارو د ښه پرمخ بېولو لپاره وخت په وخت څارنه ترسره کوي، څو ټولې چارې د مشخصاتو سره سم ترسره شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/