معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د ټراکټور تولیدي شرکت جوړیږي

افغانستان کې د ټراکټور تولیدي شرکت جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۹ مه نېټه)

‏د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د افغانستان او ایران د ګډ کنسرسیوم له چارواکو سره کتلي.

د کرنې وزارت ویلي، دې کنسرسیوم کې چې د دواړو هېوادونو سوداګر په کې شامل دي، افغانستان کې د کرنې میکانیزه کولو په موخه د ټراکټور د تولیدي شرکت د جوړولو پرېکړه شوې.

دغو سوداګرو د کرنې وزارت څخه دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

بل لور دې کتنه کې د کرنې وزیر د سوداګرو د دغه وړاندیز هر کلی کړی او د یاد وزارت له اصولو سره سم یې د عملي اقداماتو په ترسره کولو ټینګار کړی دی.

دغه طرحه د افغانستان کرنې ودې او د کرنیزو تجهیزاتو په تولید کې د ځان بسیایني د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس