کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې ترکمنستان په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د افغانستان تولید ۱۵۰زره ټنه ګول سیخ پېری.
د یاد وزارت ویاند رسنیو ته ویلی، چې افغانستان د ګول سیخ د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
د ده په خبره اوس هېواد کې د اوسپنې ویلې کولو څه باندې ۴۰ کارخونې فعالیت لری او په دغو کارخونو کې په مستقیمه توګه له درې تر څلور زرو تنو په کار بوخت دی.
افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د راکړې – ورکړې په حال کې دی، تېر کال پاکستان ته ۶۰ زره ټنه ګول سیخ او په روان کال کې ترکمنستان ته د ۱۵۰ زره ټنه د صادراتو تړون لاسلیک کړ.
بل لور د اوسپنې ویلې کولو ټولنې مسوولین وایی، هېواد کې د فولادو د تولید د کارخونو د ملاتړ لپاره سرپرست حکومت باید د اوسپنې ځینې کانونه د دوی په واک کې ورکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ