کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جاپان په کیوشو سیمه کې د رېښتر په کچه ۶.۹ درجې زلزله شوې، چې د خلکو ترمنځ یې ویره خپره کړې ده.
د جاپان د هوا پېژندنې ادارې د زلزلې له امله د میازاکي او کوچي ولایتونو په سواحلو کې د سونامي د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی.
زلزله سهار مهال رامنځته شوې او د ځمکې ژوروالي یې شاوخوا ۱۰ کیلومتره اندازه شوې ده.
د زلزلې له امله د ځاني او مالي زیانونو په اړه تر دې دمه راپورونه نه دي ورکړل شوي، خو د ځایي چارواکو په وینا، د خلکو خوندیتوب لپاره یې بېړني اقدامات پیل کړي دي.
د جاپان حکومت او د هوا پېژندنې اداره له خلکو غوښتنه کړې، چې د سمندر له سواحلو لرې پاتې شي او د بېړنیو تدابیرو لپاره چمتو اوسي.
جاپان، چې په نړۍ کې د زلزلو یو له زیاتو خطرناکو سیمو څخه ګڼل کیږي، په مکرر ډول په کې ورته پېښې رامنځته کیږي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/