معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د سعودي سفیر له کورنیو چارو وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

کابل کې د سعودي سفیر له کورنیو چارو وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل طلق البقمي د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سره په یوه کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي.

کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې حـ ـقاني د سعودي سفیر ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې.

بلخوا د سعودي عربستان سفیر ژمنه کړې، چې د افغان حکومت سره به اړیکې لا پراخې کړي او د کابل او ریاض ترمنځ ګډ اسلامي او کلتوري ارزښتونو پر بنسټ به همکارۍ ته دوام ورکړي.

دغه کتنه په داسې مهال کیږي، چې څه موده وړاندې د اوسني افغان حکومت او سعودي ترمنځ پر ځینو پټو مسایلو اړیکې ترینګلې شوې وې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس