کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د اقلیمي بدلون د ۲۹مې نړیوالې غونډې د پایلو او اغېزو د ارزونې په کنفرانس کې د افغانستان اقلیمي زیانونو ته په اشارې ویلي، چې افغانستان کې د جګړو په اوږدو کې د بمونو او کیمیاوي وسلو کارول د هېواد اقلیم ته جدي زیان اړولی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د پخواني شوروي اتحاد د اشغال پر مهال جګړو د هېواد ۸۰ سلنه ځنګلونه له منځه وړي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د امریکا له خوا د بمونو مور او کیمیاوي وسلو د کارولو اغېزې هم یادې کړي، چې د افغانستان طبیعي چاپېریال یې په شدیده توګه اغېزمن کړی دی.
سیاسي مرستیال د دې ناورین د حل لپاره د هېواد د اوبو د کنټرول او مدیریت پر اهمیت ټینګار کړی او یادونه یې کړې، چې د اقلیم د بیارغونې لپاره باید ګډې هڅې ترسره شي.
دغه کنفرانس کې د افغانستان اقلیم ته د زیانونو د ارزونې ترڅنګ د چاپېریالي ستونزو د هوارۍ لپاره هم د عملي اقداماتو غوښتنه شوې.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/