د ازبکستان او پاکستان استازو د افغانستان په اړه خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت‌الله ایرګاشف په تاشکند کې د پاکستان له سفیر احمد فاروق سره کتلی او د افغانستان د اوسنی وضعیت او د دواړو هېوادونو د اړوندو همکاریو د راتلونکی په اړه یې خبرې کړی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، دواړه لوری د سیمې د امنیتی مسایلو، په ځانګړی ډول د افغانستان وضعیت، په اړه غږیدلی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو استازو په دغه غونډه کې د افغانستان د ټرانسپورټ او اړیکو پروژو، په ځانګړی ډول د ټرانس-افغان اوسپنې پټلۍ د جوړولو په اړه نظرونه تبادله کړی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.