معماری
خانه / ګهیځ نیوز / خوست کې د والیبال یو معیاري جمنازیوم جوړ شو

خوست کې د والیبال یو معیاري جمنازیوم جوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست مرکز اړوند ۱۲ سوه فاميليو سیمه کې د یوه افغان سوداګر په مالي لګښت د ١٨٥زره امریکایي ډالرو په ارزښت د شيخ زاید په نوم یو ورزشي جمنازيوم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه جمنازيوم چې په یو وخت کې په کې ۲ زره نندارچیان ځایږي، د فوټسال، والیبال او نورو ورزشونو جوګه دی.

د یاد جمنازیوم د جوړېدو چارې په نهو میاشتو کې بشپړې شوې.

د دغه جمنازيوم د پرانیستې په ورځ د کابل او کوزې پښتونخوا لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوه، چې په پایله کې یې کابل لوبډلې د ٣/٠ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس